د سولې سوکه پروسې د امريکا دريځ بدل کړ!

img

محمدیاسین زیار

د طالب او امريکايي چارواکو شپږم پړاو خبرې هم په داسې حال کې پای ته ورسيدې چې افغانانو ته يې نوي څه نه لرل، د تېرو پړاونو په څېر تکراري موضوعات په کې وو او د دواړو لوريو له څرګندونو داسې ښکاريده چې کوم مثبت پرمختګ يې نه درلود.

د امريکايي چارواکو له څرګندونو داسې ښکاري چې له طالبانو سره د سولې خبرې هومره چټکې ندي څومره چې دوی تمه لرله او دا نارضايتي د امريکايي چارواکو په څرګندونو کې له ورايه ښکاري. څو ورځې وړاندې په کابل کې د امريکا سفير جان باس په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې طالبانو لاهم د مهمو غوښتنو او جګړې د کمولو په برخه کې خبرو ته هېڅ ليوالتيا نه ده ښودلې او يوازې په تکراري موضوعاتو لکه له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو په وتلو او د بل چا پر ضد د افغان خاورې نه کارولو په اړه خبرې شوې دي.

څو ورځې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو مرستياله وزيره کابل ته راغلې وه او د ولسمشر غني او نورو سياسي رهبرانو تر څنګ يې د انتخاباتو کمیسیون له کميشنرانو سره هم وليدل او د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په اړه يې ورسره خبرې وکړې، د کميشنرانو سره ليدنه د ټاکنو په اړه د دوی د نظر بدلون ښيي. زلمي خليلزاد هم وړمه ورځ په خپل ټويټر کې ليکلي چې دوی ته افغان سوله لومړيتوب لري خو ددې ترڅنګ به ټاکنې هم په خپل وخت تر سره کېږي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې امريکا د سولې تر موافقې پورې د ټاکنو د ځنډيدو غوښتنه کوله او د ټاکنو لپاره د بوديجې له برابرولو څخه يې هم ډډه کړې وه .

د امريکايي چارواکو له څرګندونو او ليدنو داسې ښکاري چې لږ تر لږه د ټاکنو په اړه يې له افغان دولت سره د نظر اختلاف کم شوی دی، امريکايي چارواکي په دې قانع شوي دي چې له طالبانو سره د سولې کيدونکې هوکړه د يوه کال په دننه کې شونې نده، نو ځکه متحده ايالات غواړي ټاکنې په خپل وخت ترسره شي. بل پلو په قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي شير محمد عباس ستانکزي هم په خپله وروستۍ مرکه کې ويلي چې که امريکا د خبرو له لارې له افغانستان نه ونه وځي په زور به يې له دې هېواده وباسي او د بهرنيو ځواکونو له وتلو وړاندې هېڅ ډول اوربند او بين الافغاني ډيالوګ نکوو. په داسې حال کې چې تر دې وړاندې داسې فکر کيده چې د ملابرادر په راتګ سره به دا پروسه چټکه شي او د طالبانو په دريځ کې هم د نرمښت اټکل شوی ؤ، خو له شپږم پړاو خبرو هم څه کوچ را ونه وتل او لاهم په عامه افکارو ګونګ حالت حاکم دی.

 په لومړيو کې خليلزاد خپلې ادارې ته کاذبه تمه ورکړې وه او د همدې کاذب ډاډ په اساس د ټرمپ ادارې هيلې زياتې شوې وې، ټرمپ خپله څو ځايه ددې خبرو يادونه کړې وه چې ژر به افغان جګړې ته سولييز حل را پيدا کړي او تمه یې لرله چې څو اوونيو کې به د سولې يوې موافقې ته لار هواره کړي خو دادی د مياشتو له تېرېدو سره سره لا هم څه نه ښکاري.

اوس متحده ايالات په دې قانع شوي چې افغان سوله په هومره ژر نشي کاميبدلای څومره چې دوی تمه لرله، ځکه غواړي چې ټاکنې بايد په خپل وخت ترسره شي او په دې توګه امريکايان غواړي دوه هدفه ترلاسه کړي، يوې خواته غواړي له افغان حکومت سره خپل اصلي اختلاف ختم کړي، بل پلو غواړي طالبانو ته دا پيغام ورکړي چې که د سولې پروسه هم ناکاميږي متحده ايالات افغان حکومت يوازې نه پرېږدي، ځکه د سولې لپاره د ټرمپ بېړې ډېری طالبان باوري کړي وو چې که سوله کېږي يا نه کېږي، امريکا له افغانستانه په وتو ده او د هغوی په نظر اشرف غني هم د ډاکتر نجيب الله هغسې ورته حالت کې ده، په داسې حال کې چې اوسنی نظام د نجيب د نظام په نسبت په ډېر ښه حالت کې دی او داسې نه ښکاري چې تاريخ دې تکرار شي.

خپروونکی : مدیر ویب سایت

مدیر ویب سایت

اړوندې ليکنې

نظر مو څرګند کړئ