د جوزا لیوني!

img

همت ایوبزی

پورته سرلیک هغه مرکب نوم دی چې د ښاغلي ولس مشر د ټاکنیز ټیم د پلویانو له لورې د ولسمشرۍ د څوکۍ نورو پاتي (۱۷) کاندیدانو ته کارول کېږي . او دا ځکه چې دوی د جوزا له لومړۍ نېټې څخه وروسته، په واک کې د ښاغلي غني پاتې کیدل نامشروع ګڼي.

د غني حریفانو دغه مبارزه له تېرو دوه درې میاشتو پیل کړې وه، او په خپلو مطبوعاتي کنفرانسونو او اعلامیو کې به یې ددې څرګندونه کوله چې د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د غني حکومت نامشروع دی، او په کار ده چې یو مؤقت حکومت رامنځ ته شي، څو شفافو ټاکنو ته لاره برابره شي. دوی د خپلې مدعا لپاره د اساسي قانون په یو شپېتمه ماده استدلال کوي، ځکه ددغې مادې په یوه برخه کې راغلي دی:

“د جمهور رئيس وظيفه تر انتخاباتو وروسته د پنځم کال د غبرګولي(جوزا) په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي.”

البته د ولسمشر غني پلویان د همدې مادې په اړه بیا وایي چې دا استدلال ځکه ناسم دی، چې ددې عبارت یوه برخه:  (د جمهور رئيس وظيفه تر انتخاباتو وروسته) په جوته توګه دا استدلال ناقص ثابتوي، ځکه چې ټاکنې خو نه دي شوي.

ورپسې د یادې مادې په بل عبارت هم استدلال کا چې کاږي:

” د جمهور رئيس د كار تر پای ته رسیدو د مخه د نوي جمهور رئيس د ټاکلو لپاره انتخابات، له دېرشو تر شپېتو ورځو په موده کې کېږي “

په دې خاطر چې د غني د حریفو کاندیدانو مدعا په سیند لاهوشي، نو د هېواد سترې محکمې نوموړي ته رسمي اجازه ورکړه چې د انتخاباتو تر انعقاد وروسته د نوي جمهور رئيس ترټاکنو خپله دنده پرمخ بوځي. او د مخالفینو په مقابل کې یې استدلال وکړ چې زړه قضايي رویه ددې پرېکړې بنسټ دی، ځکه چې د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې پخواني ولسمشر کرزی د سترې محکمې په پرېکړه په قدرت کې پاتې شوی ؤ.

له دې امله د ولسمشر غني او د هغه د رقیبانو د پلویانو په پرله پسې توګه د قانون له یوې مادې حقوقي استدلال کېږي، او نورې یې د تقویي لپاره کارول کېږي. چې کله کله دواړه لوري یو بل په ناروا، فحش او کنځلو هم نمانځي ( البته په سوشل میډیا کې).

د سترې محکمې له یاد اقدام وروسته د غني مخالفینو استدلال وکړ چې – قانون صریح دی او ستره محکمه د قانون د غلط تفسیر صلاحیت نه لري. په تېرو ورځو کې د غني پیاوړي حریف ښاغلي (اتمر) اعلان وکړ چې غني ته دوه انتخابونه په میز پراته دي، یادې له نوماندۍ تېر شي او د سر پرست ولسمشر په توګه دې تر ټاکنو خپلې دندې ته دوام ورکړي او یا دې له خپلې دندې څخه استعفی وکړي او مؤقت حکومت دې رامنځته شي څو رڼو ټاکنو ته لاره برابره شي، ګوندې هېواد به بحران ته لاړشي او پړه به یې د غني پرغاړه وي.

په مقابل کې یې د غني پلویان بیا وايي چې تاسو د جوزا باد وهلي یاست، لیوني شوي یاست، که غني د واک ګدۍ پرېږدي نو د واک تشه او له امله به یې سخت انډوخر رامنځته شي. او د دوی په ځوا ب کې يې د رحمان بابا یو بیت داسې تحریف کړی:

زه غني د ارګ څوکۍ باندې کلک ناست یم

که جوزا راباندې راشي که میزان  

اما بل خوا د کاندیدانو ډله بیا له اختر وروسته د لویو مظاهرو، مدني نافرمانیو د پیل ګواښ کوي

خو که لږ دقت وشي نو د پورته مشاجرې اصلي ریښې په بل ځای کې دي.

لومړی، داچې په دې اړه د قانون مادې مبهمې دي، ځکه خو ترې دواړه لوري د ځان په ګټه استدلال کوي.

دوهم داچې دواړه لوري د هېواد د پرمختګ او د ولس د سوکالۍ لپاره دغه مشاجره نه کوي، بلکې دواړه لوري واک ته د رسیدو لپاره خپلې جوړې شوې نقشې ته د زیان د رسیدو د مخنیوي لپاره دغه نعرې او بغارې وهي.

ځکه د غني حریفان اندیښنه لري چې که غني په واک کې پاتي شي، نو له خپل واک به بیځایه ګټه واخلي، ټاکنې به په خپله زړه طریقه اداره کړي او له جعل څخه په استفادې به ځان د دوهم ځل لپاره ولسمشر کړي، چې په پایله کې به یې ارګ ته د دوی ورننوتلو مخنیوي وشي او ددې بیوزلانو هغه خوب به نیمګړی پاتي شي چې د ملت د سوکالۍ لپاره یې ډېر پخوا لیدلی دی.

البته ولسمشر غني هم دغه اندېښنې فکرمن کړی او د کاندیدانو خبرو ته غوږ نه ږدي.

درېیم داچې د غني مخالفین وايي چې که د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته، غني په قدرت کې پاتې شي نو حکومت یې بیا مشروعیت نه لري، خو د غني پلویان بیا وايي چې د دوی غوښتنه نامشروع ده، ځکه چې په اساسي قانون کې د مؤقت حکومت هېڅ ذکر او فکر نشته. خو اصل خبره داده چې شته حکومت هغه وخت خپل مشروعیت له لاسه ورکړ چې جان کیري د پنځوس پنځوس حکومت طرحه جوړه کړه او په هېواد کې یې د انتخاباتي جنجال د پای ته رسیدو په خاطر (د غبرګولي) له مفهوم څخه په الهام د غبرګونو مشرانو حکومت جوړ کړ او ښاغلی اتمر یې مرکزي غړی ؤ.

نو ځکه خو مولانا رومي په دې اړه داسې ارشادات فرمایلي دي:

خشت اول چون نهد معمار کج

تا ثریا میرود دیور کج

خپروونکی : مدیر ویب سایت

مدیر ویب سایت

اړوندې ليکنې

نظر مو څرګند کړئ