روژه او د کابل ښار نرخونه، د آزاد بازار غلط تصور او د خلکو ستونزې !

img

راپور:  محمد اسماعیل نوري

په تېرو څو کلونو کې د هېواد په پلازمېنه کابل د روژې د مبارکې میاشتې په رارسېدو سره د خوراکي توکیو بیې په بې سارې ډول لوړېږي چې په ترڅ کې یې که ښاریان شکایت کوي، چارواکي د آزاد بازار د اقتصادي سیسټم شتون بهانه کوي او د بازار د کنټرول څخه ځان ګوښه کوي.

 سږ کال هم یوې خواته د روژې د میاشتې تر رارسېدو وړاندې پرله پسې یوه اونۍ د مشورتي لویې جرګې جوړېدو له امله لویې لارې بندې وي او ورپسې د روژې مبارکه میاشت راغله چې په بازار کې یې د خوراکي او ضرورت وړ لومړنیو موادو بیې یو دم لوړې کړې، او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

فضل احمد د میرویس میدان یو تن هغه سودا اخیستونکی دی چې پر چوک د ورځنۍ مزدورۍ په پار ولاړ وي. نوموړی له یوې خوا له مخ په زیاتېدونکې بیکارۍ او له بلې خوا د نرخونو له لوړېدو سر ټکوي او وایي چې د خوراکې موادو د نرخونو لوړیدو یې ژوند تریخ کړی دی.

نوموړی وایي چې د روژې په میاشت کې خپلو بچیانو او د کورنۍ غړو ته په دومره لوړ نرخ د خوراکي توکيو او نورو د ضرورت وړ شیانو تیارول ډېر سخت دي.

دده غوښتنه له دولت څخه دا ده چې باید یوه ټاکلې نرخ نامه دوکاندارانو ته ورکړي تر څو هر دوکاندار له هغه نرخ نامې څخه توکي په لوړه بیه ونه پلوري.

دا یوازې د ښار اوسېدونکي هم ندي چې په روژه کې له لوړو نرخونو شکایت لري، دوکانداران هم وایي چې په روژه کې د بیو لوړ والي د دوی بازار ور خراب کړی دی؛ د کابل ښار د یوه سوپر مارکیت خاوند ذبیح الله له سطر اول اونېزې سره په مرکه کې وویل چې په نرخونو کې زیات تغییرات راغلي دي او دې کار د دوی په پلور باندې هم بده اغېزه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه: ځیني تجاران د روژې څخه مخکې شیان ذخیره کوي او اوس یې په عمده فروشیو باندې په لوړ نرخ سره پلوري چې دده په خبره دوی هم خپله ګټه ورباندې اضافه کوي او بیا وروسته یې پلوري.

ذبیح الله وایي:د نرخونه په لوړیدو سره زمونږ په خرڅلاو کې تغییرات راغلي او ځیني مالونه مو تر پخوا کم خرڅلاو لري

همدارنګه شهزاده آرین چې په کابل ښار کې د اوړو، وریجو او غوړیو پرچون خرڅلاو لري، د روژې په میاشت کې له لوړو نرخونو شکایت لري او د لوړو نرخونو په اړه وایي، چې د روژې له راتلو سره سم د ترکاریو او خوراکي موادو بیې پورته شوې او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي.

بل اړخ ته د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ خونې ویاند جان آغا نوید د روژې په مبارکه میاشت کې د تقاضا یا غوښتنې زیاتوالی د لومړنیو توکیو د بیو د لوړ والي سبب ګڼي.

نوموړي له سطر اول اونېزې سره په یوه ځانګړې مرکه کې زیاته کړه چې د روژې په مياشت کې خلک له کورونو راوزي او د یوې میاشتي د ضرووت وړ شیان اخلي، ځکه نو په بازار کې تقضا زیاتېږي او عرضه په پخواني حالت کې وي او نرخونه ورسره لوړیږي.

نوید زیاته کړه چې د سوداګرۍ او صنایع خونې تر اوسه دوه درې ځلې له عمده پلورونکو سره لیدلي تر څو نرخونه لوړ نشي او تر کومه حده چې ممکن وي باید نرخونه نور کم کړي.

 د سوداګرۍ او صنایعو خونې دا ویاند وایي چې، لومړنیو موادو ته د هېواد والو دلاس رسي لپاره زمونږ وړاندیز دادی چې باید په دغه اړه حکومت یو څه اقدامات وکړي.

نوید وايي :”زه خپلو ټولو هېوادوالو ته اطمینان ورکوم چې په بازار کې په کافي اندازه مواد شته او دا ددې سبب نشي کېدای چې دوکانداران دې دا شیان په لوړه بیه خرڅ کړي “

 د سوداګرۍ او صنایع خونې ویاند همدارنګه له دولت نه غواړي چې بازار کې سالم رقابت رامنځ ته کړي او د سالم رقابت له لارې نرخونه بېرته عادي حالت ته راوګرځوي.ځکه دده په وینا نرخونه د رقابت له لارې په بازار کې ټاکل کېږي او دولت یوازې کولای شي چې د سالم رقابت زمینه برابر کړي.

بل خوا د کابل پوهنتون استاذ او د اقتصادي چارو مشهور کار پوه، سیف الدین سیحون هم پدې اړه وایي چې په روژه کې د نرخونو د لوړ والي لامل د نرخونو له لوړیدو او د موادو له ختمېدو څخه د خلکو وېره ده، چې له وېرې بازار ته مراجعه کوي او دوکانداران چې د اخیستونکو شمېرې ته وګوري،نرخونه پورته کوي.

استاذ سیحون د نرخونو د لوړېدو دوهم لامل دا ګڼي چې عمده پلورنکي د موادو خرڅلاو کموي او پرچون خرڅلاو ته لږ لږ مواد وړاندي کوي.

د اقتصادي چارو دا کار پوه هم د سوداګرۍ او صنایعو خونې د ویاند په څېر وایي چې د دولت له خوا د یوه ملاتړي سیاست نشتوالي هم دا ستونزه رامنځ ته کړې ده.

د سیحون په آند، دولت باید یو میاشت مخکې له روژې څخه د خلکو د انساني ارزښتونو او ګټو لپاره ګمرکي تعرفې ټیټې کړي، مجبور کسانو ته مرسته ورسوي او که چېرې دولت وتوانیږي خپلو کارمندانو ته په مناسب قیمت خوراکي توکي ورکړي، دا هم د نرخونو د لوړیدو مخنیوي کوي.  

 د اقتصادي چارو دا کار پوه هم دوکاندارانو ته د نرخ نامې ویش نا سم کار ګڼي او وایي چې په نړۍ کې اوس دا دود ختم شوی دی.

 د هېواد دغه اقتصاد پوه، په ګاونډیو هېوادو په تېره بیا پاکستان او ایران کې د خوراکي توکیو د بیو لوړېدل هم دلته د نرخونو د لوړېدو یو لامل ګڼي او پدې باور دی چې څرنګه چې افغانستان خپل تولیدات نه لري، نو چې هلته نرخونه لوړ شي،دلته هم ورسره نرخونه لوړېږي.

خپروونکی : مدیر ویب سایت

مدیر ویب سایت

اړوندې ليکنې

نظر مو څرګند کړئ