پاکستان ته د ولسمشر غني دويم سفر، هيلې او اندېښنې!

img

احمد جواد

ټاکل شوې چې ولسمشر اشرف غني د پاکستان د لومړي وزير عمران خان په رسمي بلنه په نږدې راتلونکي کې د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته سفر وکړي، عمران خان دغه بلنه څو ورځې مخکې ولسمشر غني سره د يوې ټېلېفوني اړيکې پر مهال ورکړې وه.

بل اړخ ته د افغانستان حکومت وايي، چې ولسمشر غني دا بلنه منلې او ويلي یې دي چې د ديپلوماتيکي چينلونو له لارې به ددې سفر آجنډا او کره نېټه وټاکل شي او تر يادې ټلیفونې اړيکې وروسته په کابل کې د پاکستان سفير زاهد نصرالله خان د بهرنيو چارو وزارت له سیاسي مرستيال ادريس زمان او د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب سره جلا جلا وليدل او ددې سفر پر نېټې او آجنډا يې خبرې وکړې.

که څه هم تر اوسه په رسمي توګه د سفر نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو ويل کېږي، چې په راتلونکو درېيو او يا څلورو اونيو کې به دا سفر ترسره شي.

 هېره دې نه وي چې شاوخوا څلور نيم کاله مخکې د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته اشرف غني تر ټولو لومړى سفر هم پاکستان ته وکړ، ددغه هېواد له سياسي مشرانو سره تر لېدنو کتنو وروسته يې په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ مرکز ته هم ولاړ، د پوځ مشر سره يې وليدل او د پاکستانيو پوځيانو پر مزار يې د ګلونو ګېډۍ هم کېښوده، چې دغه کار سره ولسمشر تر سختو نيوکو لاندې هم راغی، ځکه چې د خلکو په اند د پاکستان پوځ او استخبارات د افغانستان په تېرو ٤٠ کلونو جګړو کې مستقيماً لاس لري او په افغانستان کې د وروستيو دوو لسيزو جګړې مسقيماً د پاکستان د پوځ او استخباراتو په رهبرۍ روانې دي.

اسلام آباد ته د ولسمشر غني د دغه لومړي سفر څخه د افغانستان نږدې ملګرى هېواد هندوستان هم لږ غوندې خوابدى شو او داسې ويل کېږي چې له همدې امله هندوستان په افغانستان کې له لويو پروژو څخه لاس اخيستى دى، که څه هم د څو مياشتو لپاره دا اندېښنې وې، خو وروسته بيا چې پاکستان له ولسمشر اشرف غني سره په کړو ژمنو کې پاتې راغى او هېڅ يوه يې هم عملي نه کړه، نو ولسمشر غني هم له پاکستان څخه لاس په سر شو او بېرته يې له هندوستان سره اړيکې پياوړې کړې او نتيجه يې دا شوه، چې د هندوستان لومړي وزير نريندرا مودي په خپله راغى او په هرات ولايت کې يې د سلما بند پرانیستلو.

اوس په داسې حال کې چې د ولسمشر اشرف غني پنځه کلنه دوره پاى ته رسېدو ته نژدې شوې بل خوا په افغانستان کې د سولې د راتلو هڅې ګړندۍ شوې خو د کابل او اسلام آباد اړيکې ډېرې ترينګلې شوې دي، اسلام آباد ته د ولسمشر غني د ممکنه سفر سره د خلکو ډېرې هيلې او اندېښنې تړلې دي.

د طالبانو لخوا د پسرلنيو عملياتو تر پيلېدو وروسته په کابل او د هېواد په نورو سيمو کې امنيتي حالت خراب شوى، چې خلک او چارواکي تر ډېره بريده ګوته پاکستان ته نيسي چې د دوى په وينا، بايد طالبان يې له دې عملياتو منع کړى واى دغه راز پاکستانيو ځواکونو څو ورځې مخکې د خوست ولايت پر سرحدي سیمو بريد کړى او ګڼ شمېر ملکي وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه، ددې ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې اړيکې هم چندانې ښې نه دي او په تورخم کې هم افغانانو ته د تګ راتګ په برخه کې ستونزې جوړې شوې دي.

اسلام آباد ته د ولسمشر غني د لومړي سفر پايلو او د پاکستان نه همکاريو ته په کتلو سره خلک اندېښنې لري، چې دا سفر به هم چندانې پايلې و نه لري، ځکه چې پاکستان هېڅکله د افغانستان په اړه په خپلو ژمنو عمل نه دى کړى، هم يې وخت تېر کړى او هم له چل او فريب څخه کار اخيستى دى.

خو بل لوري ته چې د افغان سولې بهیر په ترڅ کې د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هلې ځلې ګړندۍ شوې او په قطر کې يې له طالبانو د خبرو شپږ پړاوه ترسره کړي، ددې ترڅنګ پاکستان هم په دې پروسه کې دخيل دى او خليلزاد اسلام آباد ته هم ډېر سفرونه کړي دي، ځکه نو پاکستان ته د ولسمشر غني دا ځل سفر ځېنې خلک په نېک فال نيسي او هيله لري چې دې سفر سره به د سولې پروسه ګړندۍ او ممکن دا ځل پاکستان چې د پوځ او حکومت خبره يې يوه ده، د افغان سولې پروسه کې په رښتينې توګه همکاري وکړي او دغه کار سره به نه يواځې د سولې پروسه کې ښه پرمختګونه وشي، بلکې په افغانستان کې د روان تاوتريخوالي په کمېدلو کې هم اغېزمن ثابت شي.

خپروونکی : مدیر ویب سایت

مدیر ویب سایت

اړوندې ليکنې

نظر مو څرګند کړئ