د قطر بین الافغاني خبرو ځنډېدل او په کابل کې وسله وال برید!

img

وروسته تر هغې چې قطري واکمنو د افغان دولت له لوري له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو په تړاو ټاکل شوی 250 کسیز لیست سره مخالفت اعلان کړ او د افغان حکومت د دې غوښتنې په پوره کولو کې پاتې راغی، د سولې او مخامخ خبرو یاده غونډه لغوه اعلان شوه.

بل خوا د قطر د بین الافغاني مذاکراتو د ناکامۍ تر اعلان یوه ورځ وروسته په کابل ښار کې وسله والو برید ګرو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پر ودانۍ برید وکړ چې په طبیعي ډول یې د وزارت پر کارکونکو سر بېره ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله واړوله او د وزارت ودانۍ ته یې چې عامه ملکیت ګڼل کېږي زیان واړوه.

دا چې د قطر د بین الافغاني مذاکراتو په ترڅ کې به د افغان سولې په تړاو کوم پرمختګونه ترلاسه شوي وای او کومې لاسته راوړنې به مو درلودای، فکر کوم باید کم تر کمه ګټه به یې داوه چې د مسکو د بین الافغاني ناستې په څېر به یې د کابل مېشتو افغان سیاستوالو او قطر مېشتو طالبانو تر منځ د یو بل د نظریاتو د توحید په موخه نژدې والی را منځ ته کړی ؤ او آن تر مسکو ناستې یې هم ښه نتایج درلودای شوی ځکه چې د قطر پدې ناسته کې به د حکومت په استازیتوب هم څو تنو ګډون کولو، اما متأسفانه چې دا کار و نشو او د سولې او دا کار د مذاکراتو په تړاو یو شاتګ هم وګڼل شو.

دا چې دا کار ولې داسې وشو، په اړه یې څوک ملامت دي؟ او د افغانستان د سولې پر روان بهیر به یې اغېزې څه وي، اوږد بحث دی او ډېرو خبرو او دلایلو ته اړتیا لري، خو که په لنډه توګه د قطر د ناستې د لغوه کېدو عوامل څېړل غواړو نو د مذاکراتو د لغوه کېدو تر اعلان یوه ورځ وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پر وزارت برید یې د اغېزو ښه نمونه ګڼلای شو.

که څه هم دا برید په خپل وار په کابل کې د مخالفینو لومړی برید نه ؤ او وروستی به هم نه وي، خو په مطلقه توګه په رڼا ورځ د پلازمېنې په زړه او د ولسمشرۍ ماڼۍ په څو سوه مترۍ کې دغه برید دا په ډاګه کوي چې که د سولې خبرې اترې په سمه، منطقي او د ولس د غوښتنو مطابق ترسره نشي، نو د جګړې د اور لمبې به په هېڅ سیمه کې د هېڅ افغان کور پرېنږدي چې ور دننه شي.

نو ښه خبره داده چې د سولې او بین الافغاني مذاکراتو په تړاو شته خنډونه له منځه یوړل شي او هڅه وشي تر څو د یوې پایداره او تل پاتې سولې لپاره، کوټلي ګامونه پورته شي.

خپروونکی : مدیر ویب سایت

مدیر ویب سایت

اړوندې ليکنې

نظر مو څرګند کړئ