پوځي عملیاتونه او د جګړې دوام د هېچا په ګټه ندی!

img

وروسته تر دې چې د روان لمریز کال په لومړۍ نېټه افغان حکومت د وسله والو طالبانو خلاف د خالد په نامه پسرلني عملیات اعلان کړل، دادی د تېرې اونۍ په وروستۍ ورځ وسله والو طالبانو هم د الفتح په نامه خپل پسرلني پوځي عملیات اعلان کړل.

دا دواړه پوځي عملیات په داسې حال کې اعلانېږي چې تر بل هر وخت زیات د هغو خبرو اترو پایلو ته هیله مندي زیاته شوې وه چې په قطر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ په څو پړاوونو کې ترسره شوې او ټاکل شوې چې په نژدې راتلونکې کې به ددې لړۍ بل پړاو خبرې اترې هم په دوحه کې پیل شي.

همدارنګه د دواړو لوریو پوځي عملیات په داسې وخت کې اعلانېږې چې ټاکل شوې ده په راتلونکو ورځو کې یوې خواته په قطر کې د افغان سیاسیونو او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ خبرې اترې پیل شي او بل اړخ ته به کابل کې د سولې مشورتي جرګه خپل کار پیل کړي.

په داسې حال کې چې د جګړې په اور ستي افغان ولس ددې تمه لري تر څو د افغانستان په روانه غمېزه کې ښکېل بېلابېل لوري، ژر تر ژره یوې روغې جوړې ته سره و رسېږي د نویو پوځي عملیاتو پیل، د سوله غوښتونکي افغان ولس پر مخ د جګړې له یوه ګوذار پرته بله څه معنا درلودای شي؟

څرګنده ده چې د دا ډول پوځي عملیاتو اعلانول د خبرو اترو په میز د زیاتو امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره هم کارول کېږي، خو لکه څه ډول چې په تېره نژدې یوه میاشت کې ځمکني حقایق او واقعیتونه څرګندوي، ددې ډول پوځي عملیاتو له اعلان پرته هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې د جګړې اور بل دی او زمونږ خوار او جګړه ځپلی ولس پکې نینې کېږي.

په داسې حال کې چې د افغان وژنې د روانې بد مرغه جګړې دواړو لوریو د پوځي عملیاتو د پیل له اعلان سره، دې اور ته نوره هم پکه وهلې، مونږ دلته پر دې بحث نه کوو چې ملامت څوک ؤ، دا هم منو چې هغه د پښتو متل په مصداق په جګړه کې حلوا نه وېشل کېږي، خو ددې تور تم څخه د را وتلو او د سولې او روغې جوړې لپاره د یوې منطقي لارې د موندلو په موخه، په جګړه کې له ښکېلو دواړو لوریو د اوربند او خبرو اترو د دوام غوښتنه کوو تر څو د افغان وژنې دې روانې لړۍ ته یو منطقي حل پیدا شي او وکولای شو له بد مرغه جګړې څخه ځان خلاص کړو.

خپروونکی : مدیر ویب سایت

مدیر ویب سایت

اړوندې ليکنې

نظر مو څرګند کړئ