روا او ناروا مهم نه دي…

img

عبدالصبور مبارز

له ځان سره مې دا قصد وکړ چې سر له نن څخه به ټول لمونځونه په جماعت اداء کوم، د مازدیګر لمانځه په نيت جومات ته روان شوم، جومات ته چې داخل شوم نو ګورم چې لله الحمد جومات د لمونځ کوونکو ډک دی، وروستني صف نه ډېر تاو راتاو شوم خو د ودرېدو لپاره مې ځای پيدانکړ، په ډېر سوچ او فکر کې د جومات نه د بېرته وتلو په نيت روان شوم، کله چې د جومات دروازې ته ورسېدم نو زړه راته وويل: اوس د جماعت لمونځ پرېږدې او په کور کې ځانته لمونځ کوې، څه وشو که صف کې ځای نشته، د امام په څنګ کې خو ځای شته، تاته خو مسئله معلومه هم ده (کله چې د جماعت د لمانځه پر مهال په صفونو کې د درېدو ځای پيدانشي نو مقتديان کولای شي د امام ښي اړخ ته بل صف جوړ کړي)، زړه ته مې وويل: ستا خبره درسته ده خو دا به زمونږ په جومات کې نوی عمل وي، او زمونږ د ټولنې وګړي ورسره نا آشنا دي، هسې نه چې څه ستونزه پيداشي، زړه راته وويل: ته خو پدې خبرو پوهېږې، چې ته داسې سوچ کوې نو له نورو څه ګيله ده، آيا له دې وېرې چې د ټولنې وګړي څه ونه وايي، خلک په جماعت سره لمونځ پرېږدي سره له دې چې دا يو جايز عمل دی. د زړه خبره مې ومنله، بېرته له دروازې راوګرځېدم، په دې وخت کې رانه دوه رکعته تللي هم وو، د صف مخ کې تېر شوم او د امام ښي خوا کې په لمانځه ودرېدم، لمونځ چې خلاص شو، نو زه پاتې دوه رکعتونو ته پورته شوم او شاتني صف په شور پيل وکړ، د خلکو دا خبرې مې تر غوږ رارسېدې چې يو بل ته به يي ويل:

په دې هلک څه شوي دي…

په دې صف کې ټول مشران ولاړ دي، له دې ټولو يې حيا ونشوه او په سپين سترګۍ د دې ټولو له مخې تېر شو…

هغه بل مشر چې د ليسې استاذ هم ؤ، په کې راودانګل، دا خو لا جوزا ته ډېر وخت پاتې او دی سره له اوسه…

وې، دا خو صبور دی، په ده څه وشول دا خو روغ جوړ ؤ که نه؟

هغه بل په ډېره غوسه وويل: الله تعالی دې وهابيانو ته هدايت وکړي، زمونږ جومات ته يې هم سر راننويست.

دې خبرو په لمانځه کې وارخطا کړم، خو ډاډه پدې وم، چې مولوي صيب خو شته، هغه په خبره پوهېږي هغه به رانه دفاع وکړي او خلک به پوه کړي، خو چې سلام مې وګرځاوه نو خلکو راته په غوسه راکتل، او د مولوي صيب نه يې په دې هکله پوښتنه وکړه، مولوي صيب هم ورته وويل: شاته صف کې ځای نه ؤ، ځکه دلته ودرېده، خو چې کله يې د خلکو غوسه وليده نو مولوي صيب هم له دفاع په شا شو، او خلکو ته يې وويل: خير دی بيا به نه کوي.

کله مې چې د مولوي صيب دا خبرې واورېدې، غلی را پاڅېدم، په داسې حال کې له جوماته د خلکو په منځ کې راووتم چې له غوسې راته خوټېدل او داسې يې راته کاته، ته به وايې لکه کوم لوی جرم مې چې کړی وي.

کور ته په لاره ووم، زړه ته مې په غوسه وويل: تاته مې نه ويل چې دې خلکو ته دا کار نوی دی، دوی په هغه څه عقيده لري چې د خپل پلار او نيکه نه ورته پاتې وي او په هغه بې عقيدې دي چې نيکونه يې ترې بيزاره وو، دا خلک نوې ټکنالوژي (انټرنټ، کمپیوټر، موبايلونه، سافت ويرونه او …) ته د کفري ټکنالوژۍ په سترګه ګوري او دليل يې دادی چې زمونږ د نيکونو او د رسول الله -صل الله عليه وسلم- په وخت کې دا شيان نه وو، نو بيا په هغوی يو داسې ديني عمل چې جايز هم وي خو دوی لا کتلی نه وي يا په بله اصطلاح د دوی نيکونو هغه عمل نه وي کړی څنګه یې مني.

زړه راته وويل: دا درسته ده چې په دې عمل سره ته له ستونزو او ستغو سپورو سره مخ شوې، خو باور وکړه چې ددې جومات هر مقتدي به اوس يو له بل نه او همدارنګه د اهل علمو او مولايانو نه پوښتنه کوي چې دا عمل څنګه دی، او ان شاالله مولايان به ورته درسته مسئله بيانوي او په دې سره به د ټولنې په يو شمېر خلکو کې دا جايز عمل هم د نورو عملونو په څېر رواج شي او يو ورځ به داسې راشي چې په صف کې د ځای د نه شتون له امله به خلک د جماعت د لمانځه نه، نه بې برخې کېږي.

د زړه پدې خبرو مې يو څه تسکين وشو، خو په عامه اصطلاح طبيعت مې هله بيا خراب شو چې کله مې پلار په کور راننوت، او په غوسه يې راته وويلې: دا تا څه شی وکړ؟

ما ورته وويل: ولې؟

پلار مې راته کړه، ستا له راوتو وروسته د کلي مشر، مولوي صيب او د جومات نورو مشرانو کينولم او راته يې وويل، دا ستا زوی څه وکړل، دا پوی کړه چې په راتلونکې کې داسې کارونه ترسره نه کړي، دا خو څه کوې، هغه آمر صيب راته وويل: ستا زوی خو روغ دی که نه، څه رواني تکليف خو نلري؟ ماته هم غوسه راغله خو څه مې ونه ويلې، ورته مې وويل: دا دی مولوي صيب ناست دی له دې به يې وپوښتو چې دا کار روا ؤ که ناروا؟ د کلي مشر راته کړه: روا او ناروا مهم نه دي، مهم دادي چې زمونږ په جومات کې تر دې مخکې دا ډول عمل نه و شوی، او زمونږ خلک هم ورسره نا آشنا وو، سپين ږيرو راته کړه، که ستا زوی وي خو پوه يې کړه او که نه خپل زوی يې نه ګڼې نو بيا مونږ ته چل راځي چې څنګه يې پوه کړو.

پلار ته مې وويل: سمه ده راتلونکې کې به دا ډول غلطي نه کوم.

زه مخکې هم پوهېدم چې دا ډول عمل به د عکس العمل سره مخ شي، ځکه هره ټولنه جاهليت لري او له دې ډول عملونو سره نا آشنا دي، هغه د رسول الله -صلی الله عليه وسلم- خبره راياده شوه چې حضرت عايشې -رضی الله عنها- ته وايي: که ستا قوم جاهل نه وی نو کعبه به مې ورانه کړې وی، حطيم به مې په کې داخل کړی وی او د ابراهيم -عليه السلام- په نقشه به مې جوړه کړې وی.

له دې امله چې د جماعت لمونځ رانه پاتې نشي د زړه خبره مې ومنله او هغه هم په دې دليل چې يوازې پدې خبره موږ د جماعت لمونځ په دې طريقه نشو پرېښودی چې خلک به څه وايي، ځکه که د خلکو خبرو پسې وګرځو نو د ډېرو نه به په همدې وجه د جماعت لمونځ پاتې شي نو پيل يې ما وکړ، نه پوهېږم چې په راتلونکې که به يې اغېزې څومره وي؟

خپروونکی : مدیر ویب سایت

مدیر ویب سایت

اړوندې ليکنې

نظر مو څرګند کړئ