د هند او پاکستان وروستی کړکېچ او د افغانانو غبرګون

img

څېړندوی رحیم الله حریفال

د هندوستان او پاکستان تر منځ یو ځل بیا هغه وخت حالات ترینګلي شول، کله چې د هند په پلوامه سیمه کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې څلوېښت تنه نیمه هندي پوځیان ووژل شول، له دې پېښې وروسته د هند صدر اعظم نریندا مودي وویل چې د خپلو وژل شوو سرتېرو بدله به له ترهګرو اخلي. هندوستان ډېر ژر د خپلو پوځیانو د بدلې اخیستلو هوډ وکړ او د پاکستان د بالاکوټ په سیمه کې یې د هندي چارواکو په وینا تر (۲۰۰) سوه تنو پورې د جیش محمد ډلې کسان ووژل او هندي جنګي الوتکې تر بمبار وروسته بېرته سلامتې خپل هېواد ته ستنې شوې.

د انتقام اخیستو لپاره پاکستان هم قرار پاتې نه شو او ویې ویل چې د هند دوه جنګي الوتکې مو ووېشتې او یو پیلوټ یې هم ژوندی ونیو، تر اوسه پورې هم د جګړې د پېښېدو امکان شته. د هند صدراعظم مودي د پاکستان له لخوا د هندي جنګي الوتکو له نسکورېدو وروسته له خپلو امنیتي چاراوکو او مسؤولینو سره ناسته درلوده او اعلان یې وکړ چې موږ پوځ ته واک ورکړی چې د پاکستان ځواب ووایي. د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان او بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له دریځونو او ویناوو داسې برېښېده چې په هېڅ ډول له هندوستان سره د جګړې اراده نه لري او دا ځکه، چې پاکستان له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، نه غواړي چې په داسې حالت کې دې له هند سره جګړې ته هم داخل شي. د پاکستاني چارواکو موقف سوله ییز او دفاعي دی، خو د هند دولت او ملت دواړه بیا د جګړې دانه اخلي او د ځینو سیاسي مبصرینو په وینا چې د هند صدراعظم نریندا مودي غواړي چې له پاکستان سره له وروستي کړکېچ نه په را روانو ټاکنو کې ګټه واخلي.

دا چې هند او پاکستان به بشپړې جګړې ته داخل شي او که نه ؟ که به بېرته نرم شي او د خبرو لار به خپله کړي؟ دا به وخت ثابتوي، خو په دې وروستي کړکېچ کې یوه څه چې د پام وړ وو، هغه د هند او پاکستان تر منځ د احتمالي جګړې او رامنځ ته شوي اخ و ډب په اړه د افغانانو غبرګون ؤ، که څه هم په رسمي ډول د افغانستان دولت کوم موقف نه درلود، خو په ټولنیزو رسنیو کې بیا د افغانانو غبرګونونه مختلف وو. ځینو افغانانو لا هم له پاکستان سره د اسلامي هېواد په توګه خواخوږي درلوده او ویل یې چې په هېڅ ډول باید د یوه مسلمان هېواد په مقابل کې له یوه مشرک هېواد څخه ملاتړ ونه کړو. د یادولو وړ ده چې د دې نظر لرونکو کسانو شمېر ډېر لږ او په ټولنیزو رسنیو کې د دوی دا قسم دریځ د نورو افغانانو له توند مخالفت سره مخ شو.

زیاتره افغانان پر پاکستان د هند له حملې څخه خوښ وو او په خواله رسنیو کې داسې یو حالت را منځ ته شوی وو، لکه د دوو رقیبو ورزشي ټیمونو سیالۍ ته چې د انتظار شېبې شمېري. اوس پوښتنه دا ده، هغه افغانان چې یو وخت یې د جنرال ضیاء الحق په مړینه خیراتونه کول او مالونه یې حلالول، داسې حالت ته را ورسېدل چې پر پاکستان د هند حملې ته بې صبرانه انتظار کوي او یو ډول د خوښۍ احساس کوي.

پاکستان ته د افغانانو هجرت او له هغه ځای نه د شوروي اتحاد پر وړاندې د مبارزې او جهاد رهبري کول او په ګڼ شمېر کې د افغانانو هلته هستوګنې، پاکستان په ځانګړې توګه استخباراتي او امنیتي ادارو ته داسې ذهنیت ورکړ چې نور نو افغانستان زموږ د لوبو او ساعتیریو ډګر دی او دا ذهنیت بیا هغه وخت لا پسې پیاوړی شو، کله چې د ډاکټر نجیب الله حکومت د افغان مجاهدینو په لاس سقوط وکړ، نو د پاکستان او نورو شریرو هېوادونو لپاره ښه موقع په لاس ورغله. د دې پر ځای چې دوی له مجاهدینو سره مرسته کړې وای او په افغانستان کې یو حکومت منځ ته راغلی وای، خو دوی برعکس د مجاهدینو تر منځ د نفرت او کرکې اور ته پوکی ورکړ او افغانان څه خپله او څه د دوی د شرارتونو له امله کورنیو جنګونو ته داخل شول.

افغانانو داسې ترخې ورځې ولیدلې چې هېرول او له یاده وتل به یې پېړۍ واخلي، په دې وروستیو اتلسو کلونو کې که څه هم افغانان له جګړو اوزګار نه شول، خو بیا هم یوه نسل زده کړې وکړې، بهرنیو هېوادونو ته ولاړل، د تاریخ پاڼې یې واړولې، چې د تېر څلوېښت کلن تاریخ په هره پاڼه کې یې د پاکستان جفاګانې او خیانتونه ولیدل او اوس یې هم عملاً په خپلو سترګو ګوري، د افغانستان په اړه د پاکستان موقفونه دومره له دښمنۍ څخه ډک دي، چې انسان ورته حیران پاتې کېږي.

ښه بېلګه یې دا ده چې کله د هند او پاکستان تر منځ حالات خړ پړ شول، په همدې وخت کې هم پاکستان، افغانستان د خپلو ګټو او له جګړې څخه د ځان ژغورنې لپاره کاروي او هغه دا چې همدا مهال په قطر کې د طالب او امریکایي پلاوي تر منځ د افغانستان د سولې خبرې روانې وې، پاکستان وویل چې که چېرې د هند او پاکستان تر منځ جګړه را منځ ته کېږي، دا به د افغان سولې په روان بهیر هم ناوړه اغېزې ولري، له دې څخه ښکاري چې پاکستان د افغانستان په اړه څومره منافقانه نیتونه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د دې خبرې په غبرګون کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د هند او پاکستان تر منځ د حالاتو خرابوالی په افغان سوله کوم منفي اغېز نه لري او دا د افغانستان داخلي مسئله ده، خو پاکستان دې په یاده برخه کې په کړو ژمنو وفا وکړي.

پاکستان چې له تېرو څه باندې څلوېښت کلونو را په دې خوا کومه لوبه پیل کړې او لا هم دوام لري، داسې برېښي چې د دوی په زیان ده، ځکه دوی یو دوست او مسلمان ګاونډی هېواد (افغانستان) د تل لپاره له لاسه ورکړ او له دې وروستیو غبرګونونو څخه ښکاري چې افغانان به نور هېڅکله هم له پاکستان سره د یوه ورور او اسلامي هېواد په توګه چلند ونه کړي او دا ځکه پاکستان داسې اراده درلوده چې یو تاریخي او ویاړلی وطن خپله پنځمه صوبه وګرځوي، خو دا خوبونه به یې هېڅکله هم پوره نه شي. بل دا چې کله هند په پاکستان هوایي برېدونه وکړل، نو د نړۍ هېڅ هېواد هم دا برېدونه ونه غندل، بلکې فرانسې او ځينې نورو هېوادونو خو لا دا هم وویل چې د هند حق جوړېږي چې ترهګر په نښه کړي او داسې ښکاري چې اوس د پاکستان په سیاستونو او پالیسیو ټوله نړۍ پوهېدلې ده.

د پاکستان په وړاندې وروستيو غبرګونونو او مخالفتي روحیې دا هم په ډاګه کړه، کوم کسان چې لا اوس پر دوی باور کوي او د دوی له ماډلونو څخه په افغانستان کې ګټه اخلي، هغه د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ځوان او لوستي قشر له کرکې او نفرت سره مخ کېږي. کېدای شي چې د پاکستان پر وړاندې له هند نه د افغانانو ملاتړ به د هند او پاکستان تر منځ په روان کشمکش کې کوم ځانګړی اغېز ونه لري، خو پاکستان ته څرګند پیغام ورکوي چې افغانان نور ستاسو په شومو او دښمنانه پالیسیو پوهېدلي دي او تاسي دومره ستر زیان کړی چې په پېړیو ــ پېړیو به یې هم جبران نه کړئ. دا غبرګون چې بل کوم پیغام له ځان سره لري، هغه دادی چې افغانان نور تر بل هر وخت خپلې ملي ګټې ښې پېژني او تر ډېره ځوانان په فکري لحاظ د ملي ګټو پر وړاندې یو موټی شوي دي چې دا د هېواد او ملت لپاره ښه زیری له ځان سره لري او هغو افغانانو ته هم دا پیغام ورکوي چې نور باید د ګاونډیو هېوادونو دریځونو ته په عادي نظر ونه ګورو او نه هم د دوی په تشو شعارونو غلط شو. خپلو اړیکو ته باید له نويو لیدلورو وګورو او د خپلو ملي ګټو په رڼا کې له ګاونډیو او نورو هېوادونو سره خپلې اړیکې ټینګې او ورغوو.

خپروونکی : مدیر ویب سایت

مدیر ویب سایت

اړوندې ليکنې

نظر مو څرګند کړئ