ارمان؛ د خپل ارمان سره د ګور ميلمه شو!

img

څېړنيار عبدالصبور مبارز

چې غږ پورته کوی نه شې زما غافل اولسه

پر خپلو اوږو پورته کړه د ارمان جنازه اوس

بلوڅان وايي:  “په ۱۹۴۷م کال کې د پاکستان د خپلواکۍ سره سم؛ بلوڅانو ته هم خپلواکي ورکړل شوې وه، خو په ۱۹۴۸م کال د مارچ په مياشت کې د پاکستان پوځ پر بلوڅانو حملې پيل کړې او دا سيمه يې په زور پر ځان پورې وتړله.”

 بلوچستان له طبیعي زيرمو، ګاز، سکاره او له سرو زرو څخه ډکه سيمه ده. په دې ټولو شيانو او د بلوچستان نږدې ۲۲ ميليونه وګړو په حقونو د پاکستان حکومت ګونډه وهلې، خو بلوڅانو هم تابيا نيولې وه چې خپل حق د پاکستان د پوځي حکومت له ستونې راستون کړي، له همدې امله يې پراخ لاريونونه وکړل او د خپلواکۍ غوښتونکي شول. په ۱۹۷۲م کال کې؛ کله چې بنګلديش کې بغاوتونه پيل شول، بلوڅانو هم د خپلې خپلواکۍ رسۍ ته کش ورکړ، خو د پاکستان حکومت لخوا يې دا هڅه هم په ناکامۍ تمامه شوه. د بلوڅانو او مرکزي حکومت ترمنځ اړيکې هغه مهال لا پسې خړې شوې؛ کله چې په ۲۰۰۶م کال کې د اسلام آباد پوځي واکمن پرويز مشرف؛ په بلوچستان کې د پوځي عملياتو امر وکړ. په دغه جنګ کې د بلوڅو نوموتی مشر نواب اکبر بوګټي؛ د خپلو ۳۵ ساتونکو سره ووژل شو. د راپورونو له مخې په دغه ايالت کې نږدې پنځه سوه سياسي فعالين او تر څلويښت زرو پورې نور بلوڅي ځوانان د پوځ لخوا نيول شوي؛ چې د ځينو مړي موندل شوي او نور يې لا تراوسه نادرکه دي. د ۱۹۵۸، ۱۹۷۳ او ۲۰۰۵م کلونو له پاڅونونو دا جوته کېږي؛ چې د بلوچستان خلک نور د پاکستان له حکومت څخه په تنګ راغلي دي. او دا تنګوالی کېدلای شي چې په يو لوی انقلاب بدل شي. بل خوا د وزيرستان پر اوسيدونکو د پاکستاني پوځ ظلمونه؛ هغه لوی لامل دی چې د منظور پښتين په مشرۍ يې د پښتون ژغورنې غورځنګ يا (PTM) رامنځته کړ؛ د ياد حرکت د رامنځته کېدو په اړه منظور پښتين وايي: “زموږ په کلي کې مرګونه او ظلمونه دې حد ته ورسېدل؛ چې خلکو به د قيامت د راتګ لپاره اجتماعي دعاګانې کولې، اخير دې پايلې ته ورسېدو چې مرګ خو هسې هم زموږ نمبر ته ولاړ دی؛ که په کور وژل کېږو له دې ښه ده؛ چې خپله يې غېږ ته ورشو، همغه وو چې د مرکزي حکومت او پوځ خلاف مو غبرګون وښوده او زوريدل پښتنو مو ملاتړ وکړ “

له دې ملاتړ کوونکو څخه يو هم د بلوچستان ايالات د زيارت ولسوالۍ د سنځاوۍ اوسېدونکی ارمان لوڼی ؤ. چې اصلي نوم يې ابراهيم ارمان ؤ. ارمان لومړۍ زدکړې په سنځاوۍ سيمه کې کړې وې او وروسته يې ماسټري په پښتو ادبياتو کې د بلوچستان پوهنتون له پښتو څانګې څخه وکړه. هغه د بلوچستان پبلک سروس کميشن تر ازموينې وروسته د بلوچستان په کالجز برخه کې د پښتو ادب استاد ټاکل شوی ؤ. نوموړی اول په سنځاوۍ زيارت او وروسته په موساخېل او اوس بيا د کوټې ښار په ډګري کالج کې د پښتو ادب درسونه ورکول. ارمان لوڼي سياسي فعاليت د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د زده کوونکو له سازمان (پښتونخوا سټوډنټس آرګنائزيشن) څخه پيل کړی ؤ او د ملتپالنې په دغه سياست کې د دې تنظيم؛ د ضلع زيارت مشر معاون سيکرټري هم پاته شوی ؤ.

36  کلن ارمان پينځه خويندې او درې نور وروڼه لري؛ چې پکې ارمان تر ټولو مشر او و‌ړانګه تر ټولو کشره ده. ارمان لوڼي واده کړی ؤ او 3 لوڼي هم لري.

ارمان لوڼی د پښتنو د حقونو او پر هغوی د ظلم د مخنيوي په موخه د پنجاب حکومت پرخلاف له منظور پښتين سره اوږه په اوږه روان شو؛ چې له همدې امله د پنجاب پوځ لخوا ښکار شو او د پوليسو لخوا هغه مهال ووژل شو چې په لور لايي کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ لخوا يوې اعتراضیهغونډې ته رابلل شوې ؤ. د لوڼي په وژل کېدو سره د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو کې هم خلکو غبرګون ښودلی دی او ياده پېښه يې کلکه غندلې ده؛ په ننګرهار، کابل، خوست، کونړ او نورو سيمو کې يې غايبانه جنازې هم ترسره شوې. دا لومړی ځل نه دی چې پښتانه او بلوڅان د پاکستاني پوځ لخوا وژل کېږي؛ بلکې د پاکستان له جلا کېدو سره هم مهال دا ظلمونه پيل شوي دي چې اصلي لامل يې د پاکستان هغه ويره ده چې د بلوچستان د جلا کېدو په اړه يې لري؛ او ای ايس ای په همدې موخه ځايي خلک وژني تر څو د دوی د خپلواکۍ غورځنګ وځپل شي او دوی پر په اسانۍ سره حکومت وکړای شي. د لوڼي له جنازې وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين په ټوله نړۍ کې د پښتنو لخوا د لاريونونود ترسره کېدو اعلان وکړ او ورسره يې په خپل ټويټر د هغې مهال ويش هم اعلان کړ. زما به د ارمان لوڼي دا پېښه هېڅکله له ياده ونه وځي چې د هغه ملګري په ټولنيزو رسنيو کې ليکلي ده؛ ملګری يې وايي: ” يوه ورځ يې ماته ويل چې په کراچۍ کې پوليسو ګاډي ته پورته کړم نو يې سترګې را پټې کړې او راته يې په پښتو کې ويل چې؛ دا کار ولې نه پرېږدي؟ ما ورته د خاطر اپريدي دا شعر ووايه:

خوله رانه خاطر په تشه خوله غواړي

خلک پرې تېر شوي له سرونو نه ”

خپروونکی : مدیر ویب سایت

مدیر ویب سایت

اړوندې ليکنې

نظر مو څرګند کړئ